انصار(پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه)، د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وایي، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته رسېدلي دي.
شویګو پرون تهران ته د سفر پر مهال دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د دوی اړیکې د لوېدیځ د ډېرو هېوادونو له مخالفت سره سره ښې شوې دي.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د شویګو په حواله ویلي، پر روسیې او ایران د لوېدیځ له خوا د بندیزونو فشار بې ګټې او د مسکو او تهران تعامل نوې کچې ته د رسېدو په حال کې دی.
لوېدیځ پر ایران تور پورې کوي چې روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره پوځي تجهیزات په ځانګړې توګه د شاهد په نوم ډرون الوتکې ورکوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27129